Last updated: 14, August 2018 14:23 Posted by admin
Nyheder :: اعلانونه اوخبرتیاوي
2018-08-14 14:23:35
|
د راتلونکی لوی اختر مو مبارک سه. |
په دی وسیله د ټولنی غړیو ته خبر ورکول کیږی چی سږکال د لوی اختر محفل پر ګډ دسترخوان په ډوډی خوړلو سره د اګست د میاشتی په پنځویشتمه نیټه د مازدیګر پر پنځو بجو په لاندنی ادرس کی پیل کیږی .
Ilbjerg Alle 25 herlev
د ډوډی خوړلو وخت شپږ بجی .
نوټ : د روانی میاشتی تر یویشتمی نیټی پوری د خپلو کورنیو او یا میلمنو، د شمیر په هکله لاندنی تیلفون ته خبر ورکړی څو د ګډون کوونکو د شمیر په تناسب غذا تهیه سی .
د محفل په هکله اړوند نور معلومات هم د لاندنیو تیلفونونو څخه تر لاسه کولای سی .
د خوښیو ډک اختر په هیله .
تیلفون : ۵۱۹۴۴۵۱۳ - ۶۰۸۱۴۲۲۹
د ټولنی د مشرتابه هیآت
Ilbjerg alle 125 Herlev |
|
|
2018-03-19 15:58:47
|
نوی هجری شمسی (۱۳۹۷) کال جشن |
په دی وسیله په ډنمارک کی د افغانانو د فرهنګ ټولنی ټولو غړیو ته خبر ورکول کیږی چی سږکال دنوی هجری شمسی (۱۳۹۷) کال جشن د ټولنی د عمومی غونډی په ترځ کی لمانځل کیږی .
تاسوته معلومه ده چی د فرهنګی ټولنی د اساسنامی سره سم عمومی غونډه په هرو دوو کلونو کی یو ځل د ټولو غړیو په کډون د نوی رهبری د ټاکلو ،د مالی چارو راپور، پر تیرو فعالیتونو باندی د غور کولو ، د مرام پر تاید یا بدلولو ، باندی بحث او نوی کتنی په مقصد ترسره کیږی ځکه نو ستاسو څخه په درنښت هیله کیږی چی پر ټاکلی وخت د کورنی د ټولو غړیو سره ،غونډی ته حاضر سی .
وخت : د اپریل د میاشتی څورلسمه نیټه د ماپښین دری بجی .
Ilbjerg alle 125 Herlev : ادرس
نوټ : ډوډی د ټولنی له خوا تهیه کیږی خو چای هره کورنی کولای سی د ځان سره راوړی .
خو هیر مو نه شی چی د اپریل تر لومړی نیټی پوری د خپلو کورنیو د غړیو د شمیر په هکله لاندنی شمیری ته اطلاع ورکی خو په هم هغه اندازه غذ ا تهیه سی .
تیلفون : 60814229 |
|
|
2017-06-15 18:17:39
|
په ډنمارک کی د افغانانو فرهنګی ټولنه |
په دی وسیله د ټولنی ټولو غړیو ته خبر ورکول کیږی چی سږ کال د کوچنی اختر او د ماشومانو کلنی میله یو ځای په سمالنډ شیلنډ کی لمانځل کیږی .
شرایط :
ـ د دروکلنو کښته غمر ماشومان وړیا ګډون کوی
ـ د دروکلونو څخه تر ۱۸ کلونو پوری د تکیت نیمایی برخه ستاسو فرهنګی ټولنه درکوی .
ـ د کباب پخولو غټ منقلونه مخکی له مخکی د ټولنی له مخوا چمتو سوی دی کورنی د خپلو غړیو په اندازه اومی غوښی د ځانه سره راوړی او هلته یی د خپلی خوښی سره سم پخوی او پر ګډ دسترخوان د ټولنی د نورو غړیو سره یو ځای خوړل کیږی .
وخت : د جولای د میاشتی لومړی نیټه دشنبه ورځ د سهار لس بجی د سمالیند شیلند د تفریحی پارک مخته سره را ټولیږو .
ادرس :
نوټ : ناوخته رسیدونکی کورنی د پورتنی امتیاز څخه بی برخی کیږی پــــــتــه :
Sommerland Sjælland
Gl. Nykøbingvej 169
4572 Nr. Asmindrup
info@sommerlandsj.dk
Telefon: +45 5931 2100
51944513 : د زیاتو معلوماتو لپاره ټیلفون
په ډنمارک کی د افغانانو د فرهنګ د ټولنی د مشر تابه جرګه
په استازیتوب زمری محقق |
|
|
2017-03-29 09:34:08
|
:خبرتیا |
دنوی کال مو مبارک شه
هرروز تان نوروز نوروز تان پیروز
په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګ ټولنی د خپلو همیشنیو فرهنګی او هنری فعالیتونو په لړ کی ، سږکال دنوی کال لمانځ غونډه او کانسرت د خوږ آواز ه سندرغاړی حضرت شاه چی په پښتواو دری ژبو ښکلی سندری ویلای سی ، په ګډون لمانځی .
د فرهنګ ټولنه له تاسو اغلیو ښاغلیوڅخه هیله کوی چی د نوی کال په مناسبت کانسرټ کی زموږ سره ګډون وکړی او په خپل راتګ سره د خوشحالی دغه محفل لا شانداره او پر تمین کړی .
پته ادرس :
Høje Gladsaxe Torv 2 2860 Søborg ......
وخـــــت : وخت : د روان کال د اپریل د میاشتی اتمه (۸) نیټه د شنبه ورځ د مازدیګر پنځه بجی .
دټولنی د مشر تابه جـــر ګــــه
www.tolana.net
نوت : د اړتیا په صورت کی دغه لمبر تیلفون ته زنګ ووهی :
- 51944513
ـ 27399935 |
|
|
2016-07-04 08:09:05
|
اختر او دکوچنیانو میله یو ځای په باکن کی |
په ډنمارک کی د افغانستان دفرهنګ تولنی ټولو غړیو ته خبر ورکول کیږی چی سږکال د اختر او دکوچنیانو میله یو ځای په باکن کی جوړیږی .
د هغو کسانو د ماشومانو لپاره چی د غړیتوب حق یی ورکړی وی ، د تکیټ نیمه بیه ټاکل سوی ده پاته نیمه برخه یی د ټولنی د بودجی څخه ورکول کیږی .
خواړه ټوله کورنی د خپلو فامیلونو د غړیو په اندازه د ځان سره راوړی او هلته پر ګډ دسترخوان خوړل کیږی .
وخت : د سهار دلسنیمو بجو څخه تر یوولسو بجو پوری د باکن مخته را ټولیږو
نیته : د روان کال د جولای د میاشتی نهمه د سهار د لس نیمو څخه تر یوولسو بجو پوری د باکن مخته سره را ټولیږو .
ادرس او پته :
Dyrehavensbakken
Dyrehavevej 2939 Klampenborg
د اسقلال ورځ
دغه راز د اسقلال دورځی د لمانځلو غونډه او په زړه پوری کانسرټ د روان کال د اګست د میاشتی په ٢٠ نیټه د شنبه ورځ د ماپښین پر دوو بجو د ګلد ساکسی په لوی تالار کی جوړیږی .
نور دقیق معلومات به ورسته در کړو |
|
|
2016-05-04 18:28:09
|
!اعلان فوتی |
بسم الله الرحمن الرحيم
د ټولوورتگ بحق په لوردى
دفاتحى اعلان
كبرا ننگ لور ، محمد صديق ننگ زوم ،موسكا ننگ لمسۍ ، سپيڅلى ننگ ، محمدعمر ننگ ، علي ننگ اومحد عثمان ننگ لمسيان
سپينه ساپۍ اوزرغونه ساپۍ دزوم خويندې
سمير عزيزي دلمسۍ ميړه
داروا ښاد حيات الله خان وردگ دميرمنې دمړينې له كبله چې جنازه پخوا په افغانستان كې پلرنۍ هديره كې خاورو ته سپارل شوې ده دوستانو ته خبر وركوي چې دنارينوو او ښځينوو فاتحه دشنبې په ورځ دمى دمياشتى ( ٧) نيټه
د ٢ نه تر ٤ بجو پو رې د افغانانو مسجد كې اخيستل كيږي
ومن الله التو فيق
پته:
Rosenkæret 10
2860 Søborg
بِسْم الله الرحمن الر حيم
بازگشت همه بسوى اوست
اعلان فاتحه
كبرا ننگ دختر ، محمد صديق ننگ داماد.
موسكا ننگ ،سپيڅلى ننگ ، محد عمر ننگ ، علي ننگ ومحد عثمان ننگ نواسه ها.
سپينه ساپۍ ،زرغونه ساپۍ خواهران داماد.
سمير عزيزي داماد نواسه.
نسبت وفات بي بي حاجي خانم شادروان حيات الله خان وردگ كه جنازه قبل درافغانستادر حضيره آبائي شان به خاك سپرده شده.
به اطلاع تمام دوستان رسانيده ميشود كه فاتحه يى مردانه وزنانه روز شنبه هفتم ماه مى از ساعت دو تا چهار درمسجد افغانهااخذ ميگردد.
ومن الله توفيق
ادرس
2860 Søborg
Rosenkæret10 |
|
|
2016-03-16 12:07:44
|
نوی کال |
په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګ ټولنه په پام کی لری چی د خپلو همیشنیو فرهنګی او هنری فعالیتونو په لړ کی سږکال هم د نوی کال د ورځی د لمانځلو په بهانه د ټولنی غړی کورنی سره را ټولی کړی څو پر ګد سترخان د خوښی په ډکه فضا کی د ډوډی ، موسیقی اومجلس څخه خوند واخلی .
ډودی د ټولنی له خوا د ټولنی په لګښت د غړیو په ګډه مرسته تهیه کیږی .
وخــــت : د روان کال د اپریل د میاشتی ۹نیټه د شنبه ورځ د ما پښین دوی بجی
Ilbjerg Alle 25 پتــــــــه :
دغه راز د سږکال د مارچ د میاشتی په ۱۹ نیټه د شنبی د ورځی پر څلور بجی په لاندنی ادرس کی د ټولنی غړی سره را ټولیږی ټوله نارینه غړی کولای سی چی په آزادانه ډول په نوموړی مجلس کی ونډه واخلی .
Buding alle 8 - Søburg پته ادرس :
دټولنی د مشر تابه جـــر ګــــه ګی
په استازیتوب
زمری محقق |
|
|
2016-03-16 12:21:29
|
په ډنمارک کی د افغانانو فرهنګی ټولنی پیغام |
په ډنمارک کی د افغان ږغ رادیو د پرانیستلو ددوهمی کلیزی په مناسبت:
انو فرهنګی ټولنی د خپل تاسیس له وخته (۲۰۰۰ م) څخه بیا تر اوسه په ډ نمارک کی د مشته افغاناو لپاره د فرهنګی چوپړ ویاړ لری او د دغو تیرو پنځلسو کلونو په اوږ دو کی یی د افغانانولپاره لاند نی خدمتونه سرته رسولی دی :
- د ماشومانو ته په مورنی ژبه د لیک لوست زده کړی
- د ملی ، مذهبی او کلتوری ورځو لمانځل
- ډنمارک ته د نوو راغلیو افغانانو یا کډوالو سره لازمی مرستی
- په افغانستان کی د ډنمارک د دولت په مرسته د ځینو عام المنفعه پروژو تطبیقول .( د بیلګی په توګه موږ وکړای سوای چی دعلینګار د موډرن او مجهز کتابتون د جوړولو برسیره د افغانستان په جنګ ځپلی او لیری پراته ولایت کنړ کی هم یو باب عصری او پوخ ښوونځی جوړ کړو.)
زه ددی ټولنی د رهبری د هیآت په استازیتوب ویاړ لرم چی په ډنمارک کی د تکړه ژورنالیست یوسف هیواد دوست او د هغه سره په ژورنالیستکی کارونو کی فعالی د ژوند ملګری فوزیه هوسا ، په مرسته چی د پرد یسی په شرایطو کی یی افغانانو ته د خدمت په مقصد د راډیو یی خپرونی دغه دروند او د مسؤولیته ډ ک بار پر اوږو اخستی دی ، د زړه له کومی تبریک وایم .
که څه هم په ډنمارک کی د افغانانو فرهنګی ټولنی د افغان ږغ رادیو د پیل په لومړی ورځو کی ددی نیک کار د ستاینی په مقصد لیکلی پیغام لیږلی او د هر ډول همکاری لپاره چمتووالی یی څرګند کړی دی ، خویو ځل بیا د تبریک ویلو تر څنګ د خپلی مرستی او همکاری ژمنه تکراروم .
په ټولنه کی د رسنیو رول :
موږ په تیرو څلویښتو کلونو کی په سترګو ولیدل چی د ګران هیواد افغانستان ټولی معنوی شتمنی لوټ شوی دارالامان او بابرباغ په کنډواله بدل سول ملی موزیمونه چور سول شخصی او دولتی کتابتونونه هم یا چور اویا هم د اور په لمبو کی وسوځل سول د افغانستان ملی ارشیف ته ستر تاوانونه ور واوښتل لیکوالان او د نظر څښتنان مو یا مړه او یا هم د نړی په بیلا بیلو هیوادونو کی تیت او پرک سول نوپه داسی حالاتو کی بیله شکه د رسنیو او میډیا اهمیت لا پسی زیات سوی دی .
په اوسنی دوران کی چی د افغانستان په شمول د نړی په ګوټ ګوټ کی د اور لمبی بلی دی ، رسنیو (میډ یا ) د جګړی د تودو سنګرونو په شان د پاملرنی وړ ګرځیدلی دی . دا ځکه چی فکری او عقیدوی جګړی د هیوادونو د کړکیچونو او ستونزو د حل په برخه کی کله کله د تودی جبهیی او وسله والی جګړی په پرتله ، زیات ، قاطع او فیصله کوونکی رول لرلای سی .
په تاریخ کی ډیری زیاتی پیښی موجودی دی چی دښمن د هرڅه لومړی پراطلاعاتی خپرونو ، راډیو ګانو او د عامه افکارو د تنویر پر بیلا بیلو وسایلو با ندی یرغلونه کړی او د هغوی په له منځه وړلو سره یی د ولس پر خوله پښه ایښی او تر وسه وسه یی زیار ایستلی دی چی د هغوی ږغ خاموشه کړی د بیلګی په توګه د ۱۹۹۲ کال د اپریل په پنځمه نیته د بلګراډ پر راډیو باندی حمله ،دغه راز په وارو وارو د الجزیری پر تلویزیون چی په منځنی ختیځ کی په انګلیس او عربی ژبو خپرونی کوی ، باندی وسله وال یرغلونه، او په دی وروستیو وختونو کی د طلوع د تلویزیون پر راپورترانو او کارکوونکو باندی وسلواله حمله (چی طالبانو پخوا لا هم په وارو وارو په دی ټنګار کړی ؤ چی هغه تلویزیونونه او خپرونی چی د دوی پر ضد نشرات کوی ددوی دهدف په لومړی سر کی واقع دی ) ، د فکری جکړی د یوی بیلګی په توګه یادولای سو .
څرنګه چی د عامه اطلاعاتو وسایل د هیواد دټولنیز سیستم د مغز حیثیت لری ، د ټولنی پر ذهنیت باندی ستره اغیزه ښندی نو د دښمن د نیزی تیره څوکه هم همدغو وسایلو ته متوجه ده . ځکه نو تر هر څه لومړی لازمه ده چی د هغوی د ساتنی او پیاوړتیا په لاره کی مادی او معنوی مرستی وه نه سپمول سی . په تیره بیا په اوسنیو شرایطو کی چی زموږ ګران هیواد افغانستان د تیرو څه د پاسه درولسیزو په اوږدو کی د بهر څخه پر موږ باندی تحمل سوی کورنی جګړی سره لاس او ګریوان دی ، د ا اړتیا احساس ده چی چارواکی د رسنیو امنیت ، ساتنی او پیاوړ تیا ته جدی پاملرنه وکړی . څو د هیواد قسم خوړلی دښمنان په سر کی د پاکستان ای اس ای ونه کړای سی چی زموږ پر ملی خپرونو او رسنیو باندی اغیزی وښندی .
او س چی زموږ په ګران هیواد کی د ر سنیو قانون ، د اساسي قانون د څلوردېرشمې مادې د حكم له مخې او د بشر د حقوقو د نړيوال ميثاق د نولسمې مادې په رعايتولو سره، د فكر او بيان د آزادۍ د حق د تاْمين او په هېواد كې د ټوليزو رسنيو د فعاليت د تنظيم په موخه وضعه شوی دی هیله ده چی ددی قانون په مرسته د عامه اطلاعاتو د وسایلو څخه په استفادی او استفاضی سره د خلکو د تنویرسطحه لوړه سی څو چی وکړای سی خپل واقعی د دوستان او دښمنان و پیژنی .
په ډنمارک کی د افغان ږغ را ډیو :
تاسو ته څرګنده ده چی په ډنمارک کی د افغانانو راډیو یی خپرونه چی څه د پاسه دوه کال را هیسی د د ګلد ساکسی د کمون په تخنیکی مرسته د تکړه ژورنالست هیواد دوست او په ژورنالیستکی چارو کی د هغه د فعالی میرمنی فوزیه هوسا په هڅه او تلاښ کار او فعالیت کوی او د افغانانو د په تیره بیا د هغو افغانانو لپاره چی د خپل پلرنی ټاټوبی څخه لری په ډنمارک کی د مهاجرت ژوند کوی د علمی ، معلوماتی هنری، فرهنګی او ټولنیزو چارو اړوندو موضوعاتو په خپرولو سره په اونی کی یو ځل خپرونی کوی .
له نیکه مرغه اوس د اطلاعاتو د ټولنیزو وسایل د ودی او پراختیا ، د تخنیک او تکنالوژی د پیاوړتیا په مټ یی د خپرونه ساحه نړیواله سوی ده یعنی د فیس بوک د لاری کیدای سی چی ږغ یی د نړی د ګوټ ګوټ افغانانو تر غوږو ورسیږی .چی دی کار د راډیو ارزښت لا پسی زیات کړی دی .
خو افغان ږغ د راډیو څخه زموږ هیلی څه دی ؟
د راډیو څخه زموږ هیلی :
· د فګر او بیان د آزادی په بنسټ د بي پری ګټورو معلوماتو خپرول
· په ډنمارک کی مشته افغانانو سره د افغانستان په اړوند د ژوند په بیلا بیلو ډکرونو کی معلومات شریکول
· په ډنمارک کی موجودو فرهنګی ، کلتوری او حقوقی نهادونو او اتحادیو د فعالیتونو منعکسو ل
· د افغانانو د ملی یو والی په مقصد ، د ژبنی ، نژادی ، قومی او سمتی ټوپیرونو د له منځه وړلوپه لاره کی هڅه او تلاښ .
· د ډنمارک قوانینو ، مقرراتو ، د مثبتوکلتور ارزښتونو سره د افغانانو اشنا کول څو چی په ډنمارکی ټولنه کی د هغوی د رښتنی جذ ب زمینه برابره سی .
ومن الله توفیق
د ښاغلی هیواد دوست اود راډیو د همکارانو پر قلم او کار دی برکت وی .
|
|
|
2015-07-06 11:01:27
|
Sommerland Sjælland |
په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګ ټولنی د خپلو همیشنیو فرهنګی او هنری فعالیتونو په لړ
کی ، سږکال د کوچنی نیکمرغه اختر په ویاړ د ددوبی موسمی میله په سمالیند شیلند کی تنظیم کړی ده .
د فرهنګ ټولنه له تاسو ګډون کوونکو څخهه هیله کوی چی پر ټاکلی وخت د نوموړی میله ځای مخته حاضر شی .
د ګډون شرایط :
۱ - د ټولنی غړی کورنی کولای سی چی تکیټان د انتر نیت په مرسته خپله رانیسی او بیا وروسته د تکیت نیمایی برخه د ټولنی د مالی مسول څخه تر لاسه کړی . او یا هم د ګډون کوونکود شمیر خبر مالی مسؤل ته د جولای د میاشتی تر نهمی نیټی پوری ورکړی البته د ناوختی په صورت کی د تکیت بیه لوړیږی .
۲ – ګډون کوونکی د خپلی کورنی د غړیو په اندازه خواړه د ځانه سره را وړی څو د ټولنی ټولی کورنی پر ګډ دستراخوان سره راټول ، او د خوړو څخه زموږ د فرهنګی دود سره سم خوند واخلو .
1. ادرس / پتـــه :
Adresse: Gl Nykøbingvej 169, 4572 Nørre Asmindrup
Telefon :59 31 21 00
وخــــت : د روان کال د جولای د میاشتی نولسمه ۱۹نیټه د یکشنبه ورځ د سحار نهه نیمی بجی د سمالیند شیلند د تفریح ځای مخته .
د اړتیا په صورت کی تیلفون :
مالی مسؤول : ......... (۲۲۸۰۲۱۰۰) - ۶۰۱۲۹۱۹۳
دټولنی د مشر تابه جـــر ګــــه |
|
|
2015-07-06 11:00:20
|
اعلان فاتحه |
غلام نبی یورش، غلام سرور یورش برادران، زینب سلـیمان خانم، سلیمان عــزیز، سلطان مسعــود سلــیمان پسران، منیژه سلیمان دختر، دینا سلیمان و نتاشا سلیــمان عـــروسان، ورقـــو کوکو، ماه گـل روستایی، صابره عارفی، صالحه امانی خواهران، میرویس یورش، اشرف یورش، داود یورش، اجمل یورش، جمیله تمنا، پلوشه لطیف، وژمه یورش، مریم یورش بـرادرزاده ها، پری یورش و سیما یورش خانم های برادران، لیلما یورش و سـمن یـــورش عروس های برادران، حاجــی واحــد زمــان پـسر کاکا، نسبت وفات انجینیر سلطان عزیز سلیمان سابق رئیس استخراج معــــادن، که جنازه قبلاً در لندن بخاک سپرده شده، به اطلاع دوستان میرسانند کــه فاتحهء مردانه و زنــــانه در دانمارک بروز یکشنبه مورخ پنجم ماه اپــریل 2015 از ساعت 2 الی 4 بعد از ظهر اخذ میگردد.
آدرس:
Atterup Forsamlingshus
Overdrevsvej 36
4653 Karise
تلفونهای تماس:
ــ 41261622
ــ 53483851 |
|
|
2015-02-19 14:36:43
|
خــبـــر تیا |
په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګ ټولنی د خپلو همیشنیو فرهنګی او هنری فعالیتونو په لړ کی ، سږکال خپله دوه کلنی عمومی غونډه د نوی کال د خوشحالی د جشن سره یو ځای لمانځی .
د نوی کال دغه کانسرت د خواږ آواز ه سندرغاړیو میرمن شرون او سیر چی په پښتو، دری ،او اوردو ژبو ښکلی سندری ویلای سی ، په ګډون لمانځل کیږی .
د غونډی پلان :
1- دغونډی لومړی برخه چی د مازدیګر پر درو بجو پیل کیږی ، د دوو ساعتونو لپاره د ټولنی د اساسی کرښو او تشکیلاتی مسایلو په هکله بحث کولو ته وقف سوی ده .
2- د پنځو بجو وروسته پر ګډ میز باندی هغه ډوډی خوړل کیږی چی د ټولنی غړیو له خوا د خپلو کورنیو د غړیو په اندازه راوړل سوی وی .
3- په پای کی د نوی کال د کانسرټ محفل پر شپږ بجی پیل کیږی . تاسو کولای سی چی د پنځوسو (۵۰) کرونو په بدل کی خپل ټکیټونه په دروازه کی تر لاسه کړی .
د هیوادوالو او مینوالو څخه هیله کوو چی د ټاکلی نظم او ډسپلین په مراعاتولو سره د کانسرټ په ورځ ، د پیل څخه یو ساعت مخکی په لاندنی ادرس کی خپل ټکیټونه تر لاسه کړی .
ادرس او پته :
Ilbjerg alle 25 2730 Herlev
وخت : د روان کال د مارچ د میاشتی اته وشتمه (۲۸) نیټه د شنبه ورځ د مازدیګر شپږ بجی .
نوټ : د ټکیت بیه ۵۰ کرونه ټاکل سوی ده . د دیرلسو کلونو کښته کوچنیان په وړیا توګه ګډون کولای سی .
د اړیکو تیلفونونه :
محمـــد انور نایبی.... 51944513 زمری محقق .... 27399935
په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګ ټولنی د مشر تابه جرګه |
|
|
2014-09-22 12:05:04
|
زیری زیری زیری |
په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګ ټولنی د خپلو همیشنیو فرهنګی او هنری فعالیتونو په لړ کی ، سږکال د لوی نیکمرغه اختر په ویاړ ، د هیواد تکړه پیژندل سوی، د خواږه آواز لرونکی ځوان هنرمند لطیف ننګرهاری ته ستاسو د خوښی او خوشحالی لپاره بلنه ورکړی ده .
د هیوادوالو او مینوالو څخه هیله کوو چی د ټاکلی نظم او ډسپلین په مراعاتولو سره د کانسرټ په ورځ ، د پیل څخه یو ساعت مخکی په لاندنی ادرس کی خپل ټکیټونه تر لاسه کړی .
ادرس او پته :
Ilbjerg alle 25 2730 Herlev
وخت : د روان کال د اکتوبر د میاشتی یولسمه نیټه د شنبه ورځ د مازدیګر شپږ بجی .
نوټ : د ټکیت بیه ۱۰۰ (سل ډنمارکی کرونه ) ټاکل سوی ده . د دیرلسو کلونو کښته کوچنیان په وړیا توګه ګډون کولای سی .
د اړیکو تیلفونونه :
محمـــد انور نایبی.... 51944513
زمری محقق .... 27399935
د ټولنی د مشر تابه هیآت
|
|
|
2014-06-21 12:09:14
|
اختر او د ماشومانو کلنی میله |
په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنک ټولنه پام کی لری چی سږکال د اوړی میله د اخترد خوښی سره یوځای د روان کال د اګست دمیاشتی په دوهمه نیټه د شنبی په ورځ په باکن کی ولمانځی .
هره کورنی د خپلو غړیو په اندازه خواړه د ځان سره راوړی او هلته پر ګد دسترخوان سره راټول او خوړل کیږی .
هیله ده چی ګډون کوونکی د سهار بر یولس نیمی بجی د باکن مخته حاضر شی څو د پخوا په شان یی ماشومانو ته د ټولنی د مسؤلینو له خوا ټکیټونه ورکړه شی .
همدغه راز د ټولنی د مشرتابه جرګی په غونډه کی ، د لوی اختر په مناسبت د محفل لپاره د اکتوبر یولسمه نیټه او د استقلال د ورځی د لمانځی لپاره د اګست ۲۳ نیته وټاکل سول چی نور معلومات به یی وروسته وړاندی سی . ادرس :
Dyrehavevej 62 - DK-2930 Klampenborg - Tlf. +45 3963 3544
په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنک ټولنی د مشرتابه هیآت
په استازیتوب زمری محقق |
|
|
|