Velkommen Til Den Afghanske Kulturforenings hjemmeside i Danmark

Last updated: 07, October 2011 15:06 Posted by admin

Digte :: خبرتیا


Tilbag
Beskrivelse: عبدالغني خان(1914ز. - 1996 ز.) (په انګرېزي: Khan Abdul Ghani Khan) د پښتو ژبې شاعر، پژۍ جوړوونكى، پوه اديب، سياستوال، د سولې او روغې جوړې پلوی، د باچا خان فخر افغان نازولی مشر زوی و.د پښتوادب کې د هغه د شعري ژبې ځانګړتيا د فلسفې په ريالیزم اړخ باندې ولاړه ده اوپه شعرونو کې ېې د خپلې خاورې او خپل كلتور انځورونه منعکس کړي دي چې پښتو کلتور او ادب کې ځانته خپل ځای لري.
د غني خان خبرتیا :
ای زما وطنه

ای زما وطنه دلالونو خزانې زما
ستاهره دره کې دي دتورو نښانې زما
زه يم ستا د خاورې ته زما د مينې جوړه يې
ته مې دغيرت او د پښتو رنګيني جوړه يې
ته مې د نيکه او د بابا دويني جوړه يې
ستا زړه کې ويدې دي ټولې تللي زمانې زما
ای زما وطنه دلالونو خزانې زما
سترګې مې لوګی شه ستا دخاورو د کورونونه
عقل مې ايرې شه ستا دپاره د فکرونونه
څارشمه قربان شم ستا دغرونونه، سيندونونه
ستا هره دره کې دې د تورو نښانې زما
ای زما وطنه دلالونو خزانې زما
ستاعزت چې نه وي زه به نوم او عزت څه کړمه
ته چې خوار او زار يې زه به خوب او راحت څه کړمه
ستا سر چې وي ټيټ نوبه زه شان اوشوکت څه کړمه
مسته به دې خاوره کړم په وينې مستانې زما
ای زما وطنه دلالونو خزانې زما
ياخو به دې سيال کړمه وطنه دجهان
يا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړم داځان
زه به دړې وړې شم خو تا به کړم ودان
نريمه پښتون يم تاته يادي افسانې زما
ای زما وطنه دلالونو خزانې زما

Tilføjet d. 2011-10-07 14:43:54
Til غني خان digte listen