Velkommen Til Den Afghanske Kulturforenings hjemmeside i Danmark

Last updated: 07, October 2011 15:06 Posted by admin

Digte :: خبرتیا


Tilbag
Beskrivelse: عبدالغني خان(1914ز. - 1996 ز.) (په انګرېزي: Khan Abdul Ghani Khan) د پښتو ژبې شاعر، پژۍ جوړوونكى، پوه اديب، سياستوال، د سولې او روغې جوړې پلوی، د باچا خان فخر افغان نازولی مشر زوی و.د پښتوادب کې د هغه د شعري ژبې ځانګړتيا د فلسفې په ريالیزم اړخ باندې ولاړه ده اوپه شعرونو کې ېې د خپلې خاورې او خپل كلتور انځورونه منعکس کړي دي چې پښتو کلتور او ادب کې ځانته خپل ځای لري.
د غني خان خبرتیا :
ما ليدلي

ما ليدلي د پېرنګ ښکلي جازونه (الوتکې)
چې د لاندې ترې غورځنګ وهي سيندونه
ما ليدلي محلونه د لنډن
جينکۍ مستې ازادې ګلبدن
ما ليدلي د اټلي ښکلي ښارونه
سره ېې انګور، سره ېې شراب او سره ګلونه
ما ليدلي د پاريس ښاپېرۍ ښکې
په کردار، ګفتار خوږې لکه بلبلې
ما ليدلی تاج محل غوټۍ د ګلو
د ډيلي ښکلي ښارونه د مغلو
ما ليدلي امريکه کې ډېر ښارونه
چې ېې ورېځو ته رسېږي مکانونه
خو چې ووينم دا خپل د خټو کور
رانه هېر شي محلونه ښايسته نور
دا نرۍ تنګې کوڅې زما د کلي
ورته څه دي د دنيا ښارونه ښکلي
چې خړ مخی ورور پښتون سينې ته درشي
درنه هېر به ټول ښايسته دا بحروبر شي
خدايه شکر چې پيدا دې ددې قام کړم
د پښتون د نر وجود دې يو اندام کړم
څه به کړمه د لنډن لوی محلونه
د پاريس جينۍ ، ښايسته روم او ګلونه
په والله چې د جنته به شم ستون
چې کنځل پکې وانه اورم د پښتون

Tilføjet d. 2011-10-07 14:43:54
Til غني خان digte listen