Velkommen Til Den Afghanske Kulturforenings hjemmeside i Danmark

Last updated: 07, October 2011 15:06 Posted by admin

Digte :: خبرتیا


Tilbag
Beskrivelse: عبدالغني خان(1914ز. - 1996 ز.) (په انګرېزي: Khan Abdul Ghani Khan) د پښتو ژبې شاعر، پژۍ جوړوونكى، پوه اديب، سياستوال، د سولې او روغې جوړې پلوی، د باچا خان فخر افغان نازولی مشر زوی و.د پښتوادب کې د هغه د شعري ژبې ځانګړتيا د فلسفې په ريالیزم اړخ باندې ولاړه ده اوپه شعرونو کې ېې د خپلې خاورې او خپل كلتور انځورونه منعکس کړي دي چې پښتو کلتور او ادب کې ځانته خپل ځای لري.
د غني خان خبرتیا :
که خير وي

ستا ګولئ دي پيرنګيه!!زمونږ سينے
زمونږ وار به يو ورځ و وينے ونيے
دا ستا حال د کمال به زوال شي زوال
در به کړو د غيرت د جرئت نمونے
دا زمونږ بچئ چه نهر ژاړي نن
د دے اوښکو په ځاي بي ځي ستاسو وينے
او به رورو شي ډب بيا لاهو کړي و‌طن
دا سيلاب به يو ورځ لاهو کړي ستا چمنے
د قسمت د غونډ لاندے نن زه سبا ته
نن زمونږه جګر سبا ستاسو سينے

Tilføjet d. 2011-10-07 14:43:54
Til غني خان digte listen