Last updated: 12, July 2011 14:04 Posted by admin
Islam :: ايمان
Tilbag
د ايمان تعريف
ايمان په لغت کې باور ، يقين ، تصديق او امن ته وېلیکيږي ، ډاډ او اطمېنان ته وېلی کيږي ، او په شرعي اصطلاح کې فقهاو د ايمان جامع تعريف داسې کړی دی :
الا يمانُ هُوَ عَقْد بِالقلبِ ، وَ قَول بِا للسَانِ ، وَ عَمَل بِالجَوارِحِ ، يَزِيدُ بِالطاعَتهِ وَ اَ عمَالِ الصالِحَتهِ،ويَنقُصُ بِالمَعصِيَتهِ .
ايمان پر زړه باندې باور، تصدق او يقين او پر ژبه باندېاقرار ، او په اندامونو باندې شرعي عمل ته ويل کيږي ، پهطاعت او نورو نېکو اعمالو سره ايمان زياتيږي ، په معصيتاو ګناه کولو سره کميږي .
د ايمان ډولونه
ايمان په دوه ډوله دى ايمان تفصيلي او ايمان اجمالي
هغه شيان چې بيان يې په اجمالي توګه شوى او په يقيني او قطعي توګه له دينڅخه دي اجمالي ايمان راوړل فرض دي ,او هغه څه چې تفصيلي ذكر يې شوى او په يقيني او قطعي توګه له دين څخه دي تفصيلي ايمان ورباندي راوړل فرض دي
اجمالي ايمان .
آمنت باالله كماهو باسمائه وصفاته وقًبلتُ جميع احكامه
تفصيلي ايمان
آمنت باالله وملائكته وكتبه ورسله واليوم الآخر والقدر خيره وشره منالله التعالى والبعث بعدالموت