Last updated: 12, July 2011 12:17 Posted by admin
Islam :: اودس
Tilbag
اودس
د اوداسه فرضونه
د اوداسه فرضونه څلور دي
١ )د ټول مخ پرېمنځل دي د تندي د ويښتانو د شنه کېدلو له ځای څخه د زنې تر لاندې پورې او د يو غوږ له نرمۍ څخه د بل غوږ تر نرمۍ پورې
٢ ) د دواړو لاسونو پرېمنځل دي د څنګلو سره
٣ ) د سر څلورمه برخه مسح کول دي
٤ ) د دواړو پښو پرېمنځل دي د پړکو يا غوزانو سره
د اوداسه سنتونه
د اوداسه سنتونه ١٣ دي چې په لاندې ترتيب سره بيانيږي
١ ) نيت دی
٢ ) بسم الله الرحمن الرحيم وېل دي
٣ ) د واړو لاسونو پرېمنځل دي تر مړوندونو پورې
٤ ) د خولې پرېمنځل دي
٥ ) مسواک وهل دي
٦ ) د پوزې پرېمنځل دي
٧ ) د ګوتو په واسطه د ږيرې خلالول دي
٨ ) د ټول سر مسح کول دي
٩ ) د دواړو غوږونو مسح کول دي
١٠ ) د لاسونو او پښو د ګوتو خلالول دي
١١ ) درې ، درې ځلې د هر غړي پرېمنځل دي
١٢ ) په هغه ترتيب د غړو پرېمنځل دي څرنګه چې په آيت شريف کې راغلي دي
١٣ ) د لومړي وينځل شوي اندام له وچېدونه د مخه ورپسې د بل اندام ويځل دي
د اوداسه ماتوونکي
د اوداسه ماتوونکي څېزونه په دې ډول دي
١ ) د شرم د ځايونو څخه د څه شي وتل دي
٢ ) له بدن څخه د وينې يا زوې وتل او جاري کېدل
٣ ) په ډکه خوله قی کول
٤ ) هغه وينه ده چې له خولې څخه راشي او لاړې پرې غالبه نه وي
٥ ) په ملاسته خوب ، يا په ناسته خوب په داسې حال کې چې کوم شي ته يې تکيه کړي وي هغه ترې لرې شي پرې به وځي
٦ ) بې هوشي
٧ ) مستي ( نشه کېدل )
٨ ) لېونتوب
٩ ) په لمانځه کې په قهقهه خندل
د اوداسه ترتيب
١ ) لومړی به د اوداسه په نيت بسم الله الرحمن الرحيم ووايي
٢ ) دواړه لاسونه به تر مړوند پورې درې ځله پرېمنځي
٣ ) مسواک يا د شهادت ګوته به په خوله کې ووهي ، او په ښي لاس به درې کرته خولې ته اوبه واچوي او غړغړه به وکړي
٤ ) په ښي لاس به درې کرته په پوزه کې اوبه واچوي او په چپ لاس به پوزه سوڼ کړي او پاکه به يې پرېمنځي
٥ ) درې ځله به ټول مخ په دواړو لاسونو پرېمنځي . مخ د تندي د ويښتانو د شنه کېدو له ځايه څخه تر زنې لاندې ، او د يو
غوږ د نرمۍ څخه د بل غوږ د نرمۍ پورې دي
٦ ) که ږيره ګڼه وي نو حلال به يې کړي او که رنګۍ وي ، نوهڅه به وکړي چې د ويښتانو بېخو ته اوبه ورسيږي
٧ )بيا به دواړه لاسونه ، لومړی ښي لاس او بيا به کيڼ لاسد څنګلو سره پرېمنځي
٨ )د لاسونو ګوتې به خلال کړي . که چېرې ګوته ، بنګړي او ګړۍ په لاس وي ، له خپلو ځايو څحه به يې ښکته پورته وخوځوي تر څو ترې لاندې ځايونه لامده شي
٩ ) بيا به دواړه لاسونه لامده کړي او ټول سره به له اوله ترآخره پورې مسح کړي
١٠ )بيا به په غټو او مسواکي ګوتو د غوږونو ظاهري او دننه برخه مسح کړي
١١ ) بيا به لاسونه لامده کړي او د هر لاس د درې ګوتو په شاه به غاړه مسح کړي
١٢ ) بيا به دواړه پښې ، لومړی ښي او بيا به کيڼه پښه دغوزانو سره درې کرته پرېمنځي