Velkommen Til Den Afghanske Kulturforenings hjemmeside i Danmark

Last updated: 05, May 2011 15:04 Posted by admin

Fester :: جشنونه

په ډنمارک کی دافغانستان دفرهنګ ټولنه

کوپنها ګن ۱۶/می/۲۰۰۹

د محمد امین ملنګ جان یادغونډه د نوموړی د ۵۳تلین په پلمه دکوپنهاګن په ښار کی دډنمارک ٬سویډن٬ناروی٬المان٬انګلستان ا وهالند دهیوادونو څخه دافغانی پوهانو په ګډون په ډنمارک کی دفغانستان د فرهنګ ټولنی په زیار سره جوړه شوی وه. نوموړی یادغونډه چی د یوعلمی سیمینار بڼه ئی درلوده له دری برخو جوړه وه:

۱- دپوهانو څیړنیزی مقالی٬ویناوی او پیغامونه.
۲- مشاعره.
۳- دملنګ جان شعرونه د موسیقی په څپوکی.

غونډه دماسپښین په دوه بجواوشل دقیقو دډاکټر محمد اصف شګیوال له خوا دکلام الله مجید دڅومبارکو ایاتونو په قرائت سره رسمآ پرانستل شوه٬ ورپسی دفرهنګ ټولنی دپښتو ښوونځی دزده کوونکو له خوا پداسی حال کی چی ښکلی ملی جامی ئی اغوسستی وی دافغانستان ملی سرود واورول شو. ښاغلی زمری محقق دټولنی دمشرتابه جرګه ګۍ په استازیتوب دټولنی د فعالیتونو لنډه یادونه وکړه. نوموړی په خپله وینا کی راغلو میلمنو ته دښه راغلاست دویلو نه وروسته زیاته کړه: دفرهنګ ټولنه ۹کلنۍ ته ور داخله شوه٬ دکمی اوکیفی پلوه ئی زیاته پراختیا موندلی ده. په فرهنګی برخه کی ئی زیاتی بریاوی ترلاسه کړیدی. دملنګ جان دژوند په اړوند مو دټولنی په زیار اود ننګرهار درادیو تلویزیون درئیس ښاغلی انجینیرځلمی لطیفی په همکاری یوفلم هم جوړ کړیدی. نوموړی دملنګ جان په هنری ژوند هم رڼا واچوله اویادونه ئی وکړه چی ملنګ جان نه یوازی د هیواد په دننه بلکه دسرحد نه هغه خوا هم یوستر پیژندل شوی شخصیت وو ٬ دساری په توګه ئی دشوروی دعلومو اکادمی دیوغړی نظر هم وړاندی کړ چی وائی: دملنګ جان شعرونه دهغه دخلکو سره اړیکی لری دنوموړی اکادمی یوی بلی غړی ګراسیمووا په شفا هی ادبیاتوکی دملنګ جان د شعرونویادونه هم کړیده. همدارتګه دملنګ جان دیادغونډی په اړوند ځینی پوهانو لکه کاندید اکادیمیسن سیستانی٬عبداله بختانی ٬پوهنمل حاجی محمدنوزادی او اکبرکرګر هم خپل پیغامونه رااستولی وو چی دټولنی دمشرتابه جرګه ګۍ په استازیتوب ئی دنوموړوپوهانو څخه دزړه له کومی مننه وکړه.

Ole Lillelund
دغونډی لومړنی دنمارکی میلمه ووچی ملنګ جان په هکله ئی په دنمارکی ژبه خپله وینا دغونډی برخه وا لو ته واوروله چی دخپلی وینا په یوه برخه کی ئی داسی وویل:ملنګ جان په ننګرهار کی زیږیدلی او په ۱۵ کلنی کی ئی په شعر ویلو پیل وکړ٬د هغه وخت صدراعظم ٬ ملنګ جان کابل ته وروغوښت او هغه ئی تقدیر کړ.نوموړی دپښتونستان په هکله یوزیا ت شمیرشعرونه ویلی دی.

( اولا ) دملنګ جان دلاندینی شعر دنمارکی ژباړه هم وړاندی کړه:

ځمکی تور لباس ګذار کړ      اسمان تش شو ستارو نه



دارزګان خپرونی بنسټ ایښودونکی ښاغلی حبیب ا له غمخور د سویدن په مالمو ښارکی دافغانانو د فرهنګی ټولنی په نما یندګۍ دمبارکۍ پیغام ولوست چی د نوموړی پیغام په یوه برخه کی داسی لولو:

دملنګ جان دیادغونډی دجوړیدو له امله دټولو هغو کسانو څخه مننه کوم چی پدی برخه کی ئی ډیر زیارګاللی دی.نوموړی دملنګ جان دا شعر�دازمونږ زیبا وطن� ملی سرود وباله اودده په وینا دپښتو ژبی یو ستوری استاد قیام الدین خادم ده ته د نابغه خطاب کړیدی.نامتو لیکوال اوڅیړونکی پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیاروائی ٬ ملنګ جان هغه څوک وو چی د شعر لاره ئی دعشق څخه وطن ته واړوله ٬اودده په شعرونو کی دوطن مینه زیاته منعکس شویده . کاندید اکا دیمیسن سیستانی بیا نوموړی په پښتو ژبه یو مین شاعر بولی دبیلګی پتوګه په لاندی شعر کی:

چی بی ننګ او بی پښتو وی پښتون ندی      چی دقام په شرمیدو وی پښتون ندی



ښاغلی حسن کاکړ نوموړی په درنو لفاظو یادوی .انجینیر خلیل معروفی دی په خپل وطن یو داسی مین ګڼی لکه مجنون چی په لیلا مین دی اوښاغلی نصیر سهام بیا ملنګ جان په ولس مین شخصیت بللی دی.

په دنمارک کی دافغانانو شورا په نمایندګۍ میر عبدالواحد سادات هم خپل پیغام په پښتواو دری ژبودغونډی ګډون والو ته وړاندی کړ.په نوموړی پیغام کی راغلی دی٬ دملنګ جان اعجاز لکه دنوروملنګانو په څیر هم دخواصو او هم دعوامودپاره دی ٬ دبیسوادۍ سره سره نوموړی دملی وحدت دپاره ډیر کار کړیدی ٬ اود خپلی زمانی محصول وو .بعدا زجنګ دوم جهانی وپیدایش پاکستان و سرکوب کردن جنبش های ازادیبخش پشتون ها در پاکستان ٬ملنګ جان مانند فرزند زمان تبارز میکند . نام وشعر ملنګ جان پیام ملی برای مجموع افغانها است وتحفه خداوندی بود برای وطن ما .ملنګ جان در شعر خود چار اصل را برای مردم خود معرفی مبکند ٬ اولآ وطندوستی بشکل نوین ثانیآ دولت ملی ثالثآ دفاع از وحدت ملی فراتر از قوم یعنی اندیشه ملت ارایه میکند واصل چارم ان انسان و انسان ګرائی است و شعری

�زه ملنګ جان ددی وطن پروانه یم� ثبوت ادعاء فوق الذکر است.همچنان شعری دیګری ملنګ جان �دازمونږ زیبا وطن�یک سرودملی غیر رسمی افغانها است.درمقاله طرزی٬ شان٬دین٬دولت وملت ذکر شده که دراشعار ملنګ جان نیز بشکل واضح تذکر یافته مثلآ شعری�په وطن کی توراوسپین زمونږ تاوان دی�ثبوت انکار نا پذیر ادعاء مااست.ملنګ جان در حصه وحدت ملی اشعاری زیادی سروده مثلآ ګفته شاه امان اله خان را بیان میکند که موجودیت ما در وحدت ملی ما ست٬یا ګفته است که �چی ئی موروی پدی خاوره زیږولی �که په هرژبه ګویان وی خو افغان دی�.استاد پژواک ملنګ جان را در جمله شعرای دارای اندیشه ملی شامل میکند. یک شاعر کشور قاری زاده دریک شعرخودذکر میکند �شاعر خلق ملنګ جان درهرجامقامی دارد�.

دپروګرام په لړ کی ښاغلی عبدالملک پرهیز خپله لیکنه حاضرینو ته واوروله دلیکنی په یوه برخه کی ئی داسی یادونه کړیده٬ دملنګ جان شعر د پوهنتون اومدرسی په کتابونو ندی ولاړ دهغه شعر د خلکو سره اړیکی لری دهغه شعر هد فمند او رسالتمند شعر دی. هغه دټولنی د بدمرغیو عمومی عوامل ذکر اوبرجسته کړیدی اونه ستړی کیدونکی مبارزه ئی پیل کړی اوخلک ئی دپیړۍله درانه خوبه راویښ کړیدی . ملنګ جان د رښتیاویلو څخه هیڅ باک نلری دهغه په أند دوطن بچیان باید ځان دعلم په ګاڼه سمبال کړی ٬اودهغه دشعر پیغام دزمانو پیغام دی په نفاق اونفاق اچونکو بد وائی اودهغه دهری کلیمی ترشا ستره فلسفه پرته ده .اوپه پای کی ئی د�نفسونه شول غالب� شعر ولوست.

ددی علمی سیمینار ګډون والو ته هغه مستند فلم چی دفرهنګی ټولنی په زیار اودننګرهار رادیو تلویزیون په همکارۍ اودښاغلی انجینیر ځلمی(لطیفی) په خاصه پاملرنه جوړ شویدی ننداری ته وړاندی شو.دفلم منځپانګه دملنګ جان په هنری ٬ټولنیز اواقتصادی ژوند راټوله ده٬په فلم کی یوکلیوال بوډا چی دملنګ جان همزولی وو دخپلویوشمیرخاطرو یادونه کوی ٬فلم دمنلګ جان د مقبری تر څنګ دیوخوږ ژبی سندربول( ښاغلی اغا صاحب کندهاری )پدی سندره � زړه ځمادازادۍ په شمال ښوری�لکه ګل چی داوبو په سرسمسوروی�پای ته رسیږی.

دفلم دننداری نه وروسته دهیواد نومیالی شاعر عبدالوهاب سرتیر دفلم دجوړیدو له امله مننه وکړه اودغونډی برخه وال ئی وهڅول چی دملنګ جان دیوازینۍ لور سره دلاس نیوی په خاطر خپلی مرستی ونه سپموی اودهمکارۍپه منظورئی د جوړشوی هغه صندوق یادونه هم وکړه چی د فرهنګ ټولنی د خپله اړخه لادمخکی نه یوزردنمارکی کرونه دمرستی پتوګه بسپنه ورکړی ده اودټولوګډون والو نه ئی هیله وکړه چی د نوموړی صندوق سره خپل کو مکونه ونه سپموی.

د( ګلادساکسه )کمون دکلتوری برخی نماینده اوداکتیف سنتر مسئول ( ښاغلی ایوان کیتله )چی غونډی ته رابلل شوی وو دموضوع په اړوند خبری وکړی اودخپلوخبروپه ترڅ کی ئی زیاته کړه: ډیر خوښ یم چی دملنګ جان سره معرفی شوم ٬ داچی پدی هیواد کی دملنګ جان په شان پوهان اوادیبان شته ځما د پاره دخوښۍ ځای دی کاشکی چی ملنګ جان دلته د دنمارکی شاعر( ح ث اندرسن ) سره یوځای پدی سالون کی حضور درلودای.

مونږ باید یودبل سره همکاری وکړو اوخپل تجارب سره شریک کړو ٬ دا ټولنه د ماشومانواو لویانو دپاره مختلف فعالیتونه لری او مونږ ته داسی احساس راکوی چی مونږ ټول افغانان اوله افغانستان څخه راغلی یو(دنوموړی خبری د حاضرینو په درنو چکچکو اوتودو ولولو سره بدرګه شوی ) دفرهنګ ټولنه دمشرتابه یوه جرګه ګۍ لری اوهر کال ئی انتخابوی ٬ اودا د دی خبری ښکاره ثبوت دی چی تاسی دفرهنګ او دموکراسۍ په مفهوم په پوره ډول پوهیږی او پدی کمون کی مو خپل موقف پیدا کړیدی٬ دفرهنګ ټولنه دنورو فعالیتونو تر څنګ د پښتو ښوونځی هم لری ٬ سپورت کوی اونور فرهنګی فعالیتونه سر ته رسوی اوداخبره مونږ متیقن کوی چی تاسی په رښتیا سره خدمت کوۍ ٬ زه هم غواړم چی دستاسی په فعالیتونو کی برخه واخلم او دلته خبری وکړم اوپه پای کی ددووکسانو هریو انجینیر شوکت اله نعیمی اوډاکټر محمد انور نا یبی څخه دزړه له کومی مننه کوم چی دکلتور په اړوند همیشه کار کوی اوزیار باسی اودافتخار ځای دی چی پدی کمون کی هم داسی کسان شته چی زمونږ سره په ټولو فعایتونو کی برخه اخلی .

دځوانانود ټولنی په استازیتوب ښاغلی ذبیح اله خپل پیغام هم دغونډی برخه والو ته واوروه نوموړی په خپلوخبروکی وویل ٬غواړم چی خپله یوه وړه تجربه له تاسی سره شریکه کړم اوهغه داچی یو شعر څنګه دچا ژوند ته تغیر ورکولی شی٬ ځما نیکه (ډګروال صاحب )په سیاسی فعالیتونوکی زیاته برخه اخیسته اوپه دی عقیده وو چی سیاست هرڅه کولی شی خو کله چی زه ددولسم ټولګی زده کوونکی وم دشعراوشاعرۍ سره می هیڅ مینه نه درلوده خو کله چی می دیوشاعر یوشعرولوست ځما اندازته ئی په پوره ډول تغیر ورکړ اوزه دخپل ژوندبدلون د دی شعر مدیون ګڼم.

داحمدشاه بابا دادبی ټولنی په استازیتوب ښاغلی ننګیالی بڅرکی په خپل وارغونډی ته وینا وکړه اود ملنګ جان لنډه بیوګرافی ئی ولوسته اودهغه په شعرونوئی رڼاواچوله لکه� دازمونږ زیباوطن� یا� څه لرم چی ئی د خدای په نامه ورکړم� . ملنګ جان نه یوازی دا چی دهیوادپه دننه کی یو پیژندل شوی شخصیت وو بلکه دهیواد د پولونه اخوا هم د خاص محبوبیت څخه برخمن وو دساری پتوګه دشوروی دعلوموداکادمۍ دغړو هر یو کوختیف٬اوریانکوف٬ګیرس٬یاکولوزوفسکی(چی بختانی صاحب ئی اثار په پښتو اړولی دی)دملنګ جان اودهغه دهنری ژوند یادونه کړیده. دملنګ جان داشعر �دازمونږ زیباوطن �دملی سرود حیثیت ځانته غوره کړیدی .دملنګ جان شعرونه خپلی ځانګړنی او خاص ریالیستیک سبک لری دهغه په شعرونو کی رومانتیک شعرونه زیات ترسترګوکیږی خوحماسی برخه ئی تر ټولو برجسته ده ٬دهغه په شعر کی دپردۍ ژبی لغاتونه ډیر کم دی اودی دولس په ژبه غږیږی ډیروهنرمندانو دهغه شعرونه انتخابول اودهمدی شعرونو له مله دمحلی سطحی څخه ملی سطحی ته راووتل. دانتقادی ریالیزم برخه ئی هم خپله کړیده اوبی له ویری ئی دوطن بد حالت انتقاد کړیدی لکه چی وائی �نفسونه شول غالب�. که څه هم چی ملنګ جان په پوخ عمرکی لیک لوست زده کړخو خیالات ئی د یوه پوه اکادیمیسن په شان دی. ښاغلی قیام الدین خادم ملنګ جان یو نابغه بللی دی .نوموړی خپل یو شعر ویاړنه ولوسته �تا په خپل وطن کی دبڼ تورزاغان شړلی دی� په پای کی ئی دفرهنګ ټولنی ته دلوی څښتن تعالی له دربار څخه دلازیاتوبریالیتوبونو هیله وکړه.
لیداواحدی د�ملنګ جان پاک روح ته � ترسرلیک لاندی یو شعر ولوست.
محمد صدیق ننګ په خپل وار دمحفل حاضرینوته وینا وکړه اووئی ویل
ملنګ جان زمونږ دعصر یواوازدی �دوطن دخواروخلکودزړه رازدی
ملنګ جان څنګه ملی شاعر شو ؟ دهغه شاعری دکلی او ولس څخه پیل اودهنرمندانوژبوته رسیږی اوددیموکراسۍ په پیل کی دهیواد نیمګړتیاووته متوجه کیږی هغه دمعشوقو مینه دوطن دمینی سره یوځای کوی اودهغوۍدامتزاج په نتیجه کی نوی سبک رامنځ ته کوی٬ ملنګ جان درحمان بابا دادبی سبک څخه متأثر دی .

ملنګ جان د کورنیو پوهانو له نظره:
دپښتو ژبی قدرمن ستوری استاد ګل پاچاالفت وائی دملنګ جان دیوان د ډیروباسوادودپاره دعلم او حکمت کتاب دی٬ ښاغلی بختانی بیا ملنګ جان یوظریف شاعر بولی ٬ استاد پژواک دملنګ جان توصیف پدی توګه بیانوی: احساسات اظهارشده نماینګر استعداد وی در شعر است . پوهاند مجاوراحمد زیاربیا ملنګ جان ته دیوداسی شاعرخطاب کوی چی داوربل او زلفو څخه ئی واقعی نړۍ ته ګام کیښود اودملنګ جان نوی سبک خپل پایښت په اثبات ورساوه .نوموړی زیاته کړه چی د ځینوروسی لیکوالانو دنومونو په ویلو کی ځینی نیمګړتیاوی شته چی لیکوالان ئی باید اصلاح کړی لکه اغلی کرستینووا چی په تیروتنی سره ښاغی کرستینووا یادشویدی.

څیړونکی پوهاندډاکټر مجاوراحمد زیار ته چی یوبل رابلل شوی میلمه وود ویناکولو بلنه ورکړل شوه نوموړی دژبی په ګړدود اوږدی خبری وکړی او په غیر پښتنی (لږکیو)چی دنورو ځایونونه راغلی اودمغلی دوری پاتی شونی دی رڼاواچوله ٬دنوموړی په أند نوموړولږکیوخپله ژبه پری ایښی او بچو ئی خپله ژبه بدله کړه چی دنوموړو تم ځای امیران وو چی یوئی فارسی واخیسته اوبل ئی مذهب. په ننګرهارکی یو شمیر فارسی ژبی دمیرزائی توب دپاره راغلی وو ژبه ئی زده کړه اودربارته ورسیدل اونوموړی ژبه ئی دروزی پیداکولویوه ښه وسیله وګڼله ګړدود ئی اول مغلی وو بیا فارسی او په پای کی بیا پښتوشوچی دی ته په ادبی ژبه (پتوا) وائی چی د ملنګ جان ژبه هم پتوا وه (پتوادفرانسی او هسپانیی ترمنځ یوه سیمه ده چی دهغوۍ ژبه دفرانسوی او هسپانوی یوه ګډوله ده چی نوموړی ژبی ته پتوا وائی).دملنګ جان په شعر کی یوڅه ګرامری غلطی شته دساری پتوګه (ځما ځوانی ډول کوی د پښتونواله سره )په شعر کی ددال ربط توری دوه مختلف مفاهیم سره بیلوی نوداشعر باید داسی تصحیح شی (ځما ځوانی ډول کوی او پښتونواله سره ).

ښاغلی علی ګل پیوند وویل چی مغلی ژبه نه یوازی په دربار کی ویل کیده بلکه دښځو پواسطه ئی زیاته پراختیا وموندله چی داکارمیرزایانوهم کاوه مثلآمیرزاعبدالرحیم چی د چنګیزخان ژباړن وو ژباړه ئی کوله اودښځی اومیړه تر منځ ئی اړیکی هم ټینګولی .ښاغلی زیارزیاته کړه په چغسرای کی ولی دا ژبه او قوم له منځه ولاړل دلیل ئی لیږدیدل دی مثلآ نوموړی جلال اباد٬ لغمان اوکابل ته کډوال شول چی یو مثال ئی رسول امین دی چی دمغلی قوم څخه دی .ملنګ جان پښتو په دوه ماناوو خپله کړیوه یوپښتونولی او بل پښتو ژبه٬ پښتونولی دژوند ژواک قانون دی.

دملنګ جان په اړه یوه خاطره: دشینواروحسن خان ویلی چی یو کال مونږ دجشن په لمانځلو کی دګډون لپاره دنورومشرانوسره دجلال اباد ښار ته راغلی وو دملنګ جان سره مخامخ شوو ملنګ جان پوښتنه وکړه تاسی ملکان یاست؟ مونږویل هو٬ هغه وویلی تاسی دوطن دپاره کوم کاراوخدمت کړیدی؟ تاسی ولی پښتونستان نه ازادوۍ؟ حسن خان ویلی چی مونږ بی ځوابه پاتی شوو.

یو ژورنالست حفیظ اله سحر وائی چی ما د جګدلک په سیمه کی یوه واقعه ولیده یوی ښځی ډیری چیغی وهلی کله چی ما لټون وکړ وپوهیدم چی داد ملنګ جان میر من وه په ساندو کی ئی ویلی چی دا ستاسی ملنګ جان دی اوس شهید پروت دی او دابل می ځوی دی کاشکی چی دا خو ژوندی وای. پوهاند زیارزیاته کړه چی داود خان دملنګ جان ډیر عزت وکړ هغه ته ئی لیک او لوست هم زده کړ یوشمیرخلک پدی منظور موظف شوی وو چی دلویوشاعرانو شعرونه به ئی ملنګ جان ته اورول دی کار شپږ ورځی دوام وکړ دهغه استعداد له امله چی درلودئی دومره څه ئی زده کړل چی په راتلونکوشعرونوکی ئی ډیر تغیرات منځ ته راغلل.امریکی دپاکستان په بډه بیره کی پوځی اډه جوړه کړیوه داود خان پدی وخت کی سفربری اعلان کړه نو پاکستان مجبور شوچی داود خان سره دسولی خبرو ته کښینی چی په همدی وخت کی ملنګ جان ته وویل شول چی یوڅو ورځی باید دپښتونستان دبدلو دبوللو څخه دی ډډه وکړی٬ ملنګ جان ډیرزیات خفه شو اوداشعرئی ووایه�چاغوږکی راته وویل چی جانان مه یادوه�دسرو شونډودپاسه سورپیزوان مه یادوه�.

ځما یوه نه هیریدونکی خاطره چی وروستی دیدن نومیږی ٬زه په کابل کی داووم ټولګی زده کوونکی وم غوښتل می چی ملنګ جان وګورم خودهغه لیدل ډیرستونزمن وو یو وخت دژمی په رخصتی کی بهسودو ته لاړم او په ډیر مشکل می دهغه کلی پیداکړ هغه یوه ورځ مخکی بیرته کابل ته تللی ووزه بیا مزینی ته اودهغی نه وروسته بیرته کابل لاړم. یو چا د زیری په ورځپاڼه کی دملنګ جان یو غلا شوی شعرپه خپل نوم چاپ کړی وو (ته د نازپه خوب ویده وی ماژړل) دی ورځپاڼی یوه پلمه پلاس راکړه اودهغه د لیدو په خاطر دقبائلو میلمستون ته لاړم (په کوم ځای کی چی ملنګ جان اوسیده) پدی وخت کی ملنګ جان نوی له دندی راستون شوی وو ما سره ئی روغبړوکړ داچی هغه دیوی بلی ژوندۍ خپرونی وخت رانږدی شوی وو بیر ته په بیړه ووت اوددندی په لور رهی شو بیا لږه موده وروسته می په ډیری خواشینۍ سره دهغه دشهادت خبر د محمد عثمان نژند له خوا واورید.

یوه بله خاطره پدی ډول ده چی یو ځل ملنګ جان یوی میلمستیا ته وربلل شوی ووچی په هغه میلمستیا کی شاه او یو شمیروزیرانوهم حضور درلود٬ شاه وویل چی د ملنګ جان ټولی اړتیاوی پوره کړۍ دچارو مسئول ملنګ جان ته ورغی اوورته ئی وویل ته څه غواړی؟هغه ورته وویل که زه نور شیان واخلم نو وطن را نه هیریږی.

ډاکټر کلام و پوښتل چی دملنګ جان مرګ یوه ترا فیکی پیښه وه که یوه توطیه؟ خو چا دنوموړی پوښتنی ځواب ورنکړ.

ښاغلی نصیر سهام دیوی پوښتنی په تر څ کی وویل چی د ملنګ جان شعر یو سوچه پښتو شعر دی . خو تاسی وویل چی د هغه په شعر کی دری کلیمات ډیر دی .پدی هکله تاسی څه وایاست؟ ښاغلی زیار په ځواب کی وویل چی دهغه لهجه مغلی وه خو اصطلاحات ئی سوچه پښتو دی .

ښاغلی ننګیالی بڅرکی وویل دموضوع دروښانتیا دپاره بایدووام چی دده په شعر کی سوچه پښتو الفاظ شته اوهغه دری اصطلاحات چی په پښتو ژبه کی قبول شویدی هم په خپلو شعرونوکی دخپلی ژبی داصطلاحاتو پتوګه کارولی دی .

دشمشاد تلویزیون رئیس ښاغلی اسحق زی ته دوینا کولووارورسید نوموړی دخپلو خبروپه ترڅ کی وویل چی کله چی زه دیولسم ټولګی زده کوونکی وم نو دلومړی ځل دپاره می نوښت په لاس کی واخیست اودملنګ جان په قبر باندی می مشاعره جوړه کړه زه په هغه وخت کی دافغان ملت دګوند ویاند وم٬یو شاعر وائی:

�ښه ښکاری وطن چی اوسی پښتانه پکی� خو زه ایم چی� ښه ښکاری وطن چی اوسی پښتنی اوپښتانه پکی� د امو نه تر جیلمه زمونږ هیواد دی او په اندکه خبره باید خپل وطن تجزیه نکړو پښتو ده که دری٬ ازبیکی ده اوکه نوره زمونږ ده.

نامتو لیکوال ښاغلی علی ګل پیو ند ته بلنه ورکړل شوه چی خپله وینا برخه والو ته واوروی کله چی د ستیژ سر ته راغی نو خپله یوه خاطره ئی په طنزیه ډول داسی بیان کړه٬ څوورځی وړاندی ځما یو دوست ته یوه حادثه پیښه شویده هغه راته وویل چی یوه شپه می اخبارویشل چی پدی ترڅ کی می یوه اندازه پیسی وموندلی شاوخوا می په ځیرځیر وکتل خو څوک می په نظر رانغی په ډیری وارخطائی او چټکو ګامونودورځپاڼو په ویشلو بوخت شوم اوپه زړه کی می رنګارنګ خبری تیریدی اوپدی چرت کی وم چی دا پیسی به د چا وی شپه دنیمی اوښتی وه چی پدی وخت کی یو کس له وړاندی غږ وکړ ای اخبار والا ودریږه زړه می ولړزید او ځای په ځای ودریدم ما فکر کاوه چی ممکن دپیسو خاوند وی اوس به څه کیږی او اسمانۍ(خپلی ښځی) ته به څه وایم (اسمانۍ می ځکه ورته ویلی چی داسمان شړق دی چی په ما نازل شویدی خو کله چی به می ښځی رانه وپوښتل چی ولی ماته اسمانۍوائی نو ما به ورته ویل چی اسما نی رحمت ئی چی په ما نازله شوی ئی) نوموړی کس وویل چی نور زمونږ کور ته اخبار مه اچوه پدی خبره می اوږده ساه وایسته او بیرته روان شوم کله چی کور ته ورسیدم نو پیسی می په منډه وشمیرلی پوره پنځوس زره ایرو وی. معمول به داسی وو چی کله چی به دکار نه ستړی ستومانه راستون شوم نوځان ته به می په خپله چای دموه خو نن شپه می دنوموړو پیسو څخه پنځه زره ایرو اسمانۍ ته ورکړی او نوری پاتی می د ځان سره وساتلی ښځی سمدلاسه وویل چایو ته اشتها نلری؟ما ویل تر پرونه به می په خپله چای دموه او اوس بیا څه درباندی وشول ؟بیا می نوری پنځه زره روپۍ ورته ورکړی بی له ځنډه ئی وویل چی ستړی به ئی استراحت وکړه زه به دی پښی چاپی کړم دپخلنځی څخه ئی تود کباب راووړ او وئی ویل چی کباب وخوره ماویل نه ئی خورم هغی ویلی چی مونږ ښځی خو ډیری تنبلی یو میړونه مو کار کوی او مونږ بیکاره په کورونو کی ناستی یو٬ ماویل غیبت مه کوه هغی ویلی که اجازه وی کرتۍ به دی وچه کړم ما ویل پرون خو دی ویلی چی کرتۍ دی په سرواچوه چی بادئی درته وچه کړی . ښځی می دپیسو پوښتنه وکړه له بده بخته می واقعیت ورته وویلی ٬ ما ویل چی دا پیسی خو زمونږ دی کله چی ډاډمنه شوه چی پیسی دبل چا ندی نو سمد ستی ئی وویل ستا دقدرتونو ځار شم دا خو ما خوب لید لی وو دا ځما دخوب برکت دی .څوورځی وروسته می ورته وویل چی ددی پیسو نه څوروپۍ راکړه چی مور ته می ولیږم هغی ویلی کومی پیسی؟ماویل ځما پیسی هغی ویلی چی پیسی میسی نشته ځه بړستن دی واخله اود پیوند کره لاړ شه نوموړی څو موده کیږی چی زمونږ کره اوسیږی.

بله خاطره پدی ډول وه: زه وطن ته تللی وم یوه ورځ می دترور ځو ی وویل درځه چی بادرنګ وخورو پالیزته واوښتو څه مو وشکول او پاتی نور پالیز موورته خراب کړ دپالیز خاوند دجومات ملا صاحب ته شکایت وکړ مولوی صاحب وویل دقیامت په ورځ دیوه بادرنګ څخه شل زره بادرنګان جوړیږی او دابه ستاسی په اوږو بار وی زه زیات وویرید م اود ځانه سره می وویل چی زه خودومره دروند بار نشم وړلی په بله شپه می خوب ولید چی دقیامت ورځ ده یوه ښځه دژبی نه زوړنده وه ما پوښتنه وکړه چی داولی؟ داځکه چی دی دمیړه سره ژبه کوله یو بل تن وو چی ټول افغانان ئی په اوږوسپاره وو ماویل دا څوک دی داتور جلاد دی دا نه بخښل کیږی ده خپله مور خرڅه کړیده ده خپل وطن خرڅ کړیدی.

دخپلو خبروپه پای کی ښاغلی پیوند زیاته کړه شاعر د ټولو ضرورت دی دپیغمبرانو ضرورت دی دپادشاهانو او نورو ضرورت دی ٬کله چی حضرت موسی (ع) مخی ته فرعون راغی نو بی بی مریم لومړنی شعر ووایه٬ دتورات په وروستیوکی راغلی چی کله داقوم ظالم شی نو بیا دا شعر ورته ووایه.

د پروګرام دوهمه برخه مشاعری ته ځانګړی شوی وه٬ دپروګرام په پیل کی په پام کی وه چی د پښتو ښوونځی زده کوونکی خپله ترانه واوروی خو دپروګرام د انانسر دتیروتنی له امله د پروګرام په پیل کی اغلی سارا بیابانی ته بلنه ورکړل شوه چی خپل شعر د پروګرام ګډون کوونکو ته وړاندی کړی دشعر نه وړاندی ئی په خپلو خبرو کی وویل چی دملنګ جان خدمتونه تر اوسه پوری زمونږ د ټولنی تر جمانی کوی هغه د پنځوس کلونو نه په زیاته موده کی دبربادۍ نه د وطن د بچ کولو دپاره ناری وهلی دی او دخپل زړه هیلی ئی خپلوهیواد والوته وړاندی کړی دی اود خپل اوبووړی ولس غوږونه ئی تښنولی دی.

ما ملنګ جان ندی لیدلی خو دادب پوهانوله خوامی د هغه خوږی نغمی اوریدلی دی دده په فرهنګی شخصیت باندی لیکنه ځما کار ندی اودناستوپوهانو په وړاندی ځما قلم ډیر عا جزدی .

اغلی بیابانی دملنګ جان په یاد یو اوږد شعرولوست چی په پای کی د ګډون والو دلاسونو په پړکولوسره بدرګه شوه.

دپښتو ښوونځی زده کوونکو په افغانی جامو کی د �دازمونږ زیبا وطن� ترانه په داسی حال کی وویله چی د برخه والو د تودو چکچکو سره مله وه.

نومیالی شاعر ښاغلی عبدالوهاب سر تیر لومړی یوه ټوکه وویله اوبیاوروسته ئی یو ټوټه شعر ولوست .

وائی اغیار چی دغضب ژبه ده�ښکلی پښتو می دادب ژبه ده او بل شعر ئی دپسرلی ترسر لیک لاندی ولوست.

بیاوروسته لاندینیو خوږژبو شاعرانویو دبل پسی خپل شعرونه وړاندی کړل ښاغلو عبدالمالک بیکسیار٬محمد عیسی بهرام٬ډاکټړ مصطفی أمن٬ ډاکټرمحمد اصف شګیوال٬تلاش٬عرب بیانخیل ٬زرلښت حبیب (شعرداجمل أند وو)٬داود اڅک٬ګلمنشاه ودیر٬ډاکټر مجاوراحمد زیار

دپروګرام دریمه برخه چی د شپی تر ناوخته پوری ئی دوام وکړ موسیقی ته بیله شوی وه چی پدی کی داسی سندرو هم شتون درلود چی داروا ښاد ملنګ جان په ښکلو هنری ګوتو کمپوز او تصنیف شوی وی.

غونډه دامن ٬ملی وحدت دتأمین اودهیواد د سمسورتیا او سوکالۍ په هیله پای ته ورسیده .